تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د چنګاښ ۲۴مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي د قاچاق کوونکو له خوا له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېدل.
په نیول سویو توکو کي (۶۱،۶) ټنه مالګه، (۱۷۸۴۳) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۰۰۰۰) کیلو ګرامه نشه یي مواد، (۲۵۱۶) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۵۴۶) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۸۰۰) کیلو ګرامه لواشک، (۵۰۰) کیلو ګرامه شامپو، (۳۰۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۲۳۸) کیلو ګرامه رُب، (۲۲۲) کیلو ګرامه بيسکوټ، (۱۴۵) کیلو ګرامه سوډا او (۹۹) کیلو ګرامه د کالیو وینځلو صابون شامل دئ.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.