د مالیې وزارت یو شمېر ریاستونو ته نوي رئیسان ور معرفي سول
د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د هدایت پر بنسټ، چي په چارو کي لا ښه پرمختګ راسي او د وړ کسانو له کاري تجربو څخه په سمه توګه ګټه واخیستل سي، د یو شمېر ریاستونو لپاره نوي رئیسان پر دندو وګومارل سول.
په دغو نويو رئیسانو کي، قاضي نعیم الدین عمر، د تقاعد خزینې د لوی رئیس په توګه، اسدالله ساجد خبیب د مرکزي زون د عوایدو د رئیس په توګه، محمد هاشم هاشمي د املاکو د لوی رئیس په توګه او حاجي احمد سعید انصاري د بیمې او تکافل چارو د لوی رئیس په توګه ګومارل سوي.
د یادوني وړ ده، چي پورته ټاکني د مالیې وزارت د رهبرۍ د اړین لزوم دید او وړاندیز سره سم، د ریاست الوزراء د درانه مقام د حکم پر بنسټ ترسره سوي دي.