د مالیې وزارت سرپرست د ټولګټو وزارت له وزیر سره په اړینو ملي پروژو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د ټولګټو وزارت له وزیر انجینر نجیب الله یمین سره د مالیې په وزارت کې وکتل.
په دې ناسته کې چې د ټولګټو وزارت اداري مرستیال محمد حامد محبي او د دواړو وزارتونو یو شمېر رئیسانو ګډون کړی وو، د کابل حلقوي سړک، د کلیو د لارو جوړولو پروګرام (NRAP)، د ترانس – هندوکش سرک د نښلونې پروژې، د کندهار – کابل سړک رغولو او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه او په تړاو یې اړینې پرېکړې وشوې.
