د مالیې وزارت سرپرست د هیواد ځمکني ټرانسپورټ ټولنې له رئیس سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د هیواد ځمکني ټرانسپورټ ټولنې له رئیس طلا محمد اتمانزي، سره د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي او د یادې ټولنې یو شمېر مسؤلینو هم ګډون درلود، د ځمکني ټرانسپورټ په ستونزو، د اضافه وزن او جنس تغییر په مخنیوي، په لویو لارو کې د غیر قانوني اخیستنو، رڼو ملي عوایدو راټولېدو، مالیاتو په ورکړې، اداري فساد سره د مبارزې او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظر څرګندونې وشوې.
د ځمکني ټرانسپورټ د ټولنې رئیس وویل، چې موږ د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې خپل مالیات په ټاکلې موده دولت ته ورکړي دي او په مقابل کې یې له دولت څخه غوښتنه لرو، چې موږ ته اړین خدمتونه او اسانتیاوې وړاندې کړي.
د مالیې وزارت سرپرست، ژمنه ورسره وکړه چې د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به د ځمکني ټرانسپورټ ستونزو ته رسېدنه کېږي او د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې به اړین ګام پورته کوي.
