د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایټالیا له نوي ټاکل شوي سفیر سره د پیژندنې ناسته وکړه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۴:۱۳
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د لړم میاشتې په ۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د ایټالیا له نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي ویتوریو سندالي سره په مالیې وزارت کې د پیژندنې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې چې د ایټالیا هیواد د پراختیایې ادارې رئیس ښاغلي جواني ګرندي، هم شتون درلود، په پیل کې د ایټالیا سفیر وویل چې هیواد یې د افغانستان له خلکو او حکومت سره ولاړ دی او یاد هیواد به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې زه به د خپل ماموریت په دوره کې هڅه وکړم چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړم. د ایټالیا سفیر وویل چې د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس کې چمتو یو چې له افغانستان سره خپلې مالې ژمنې نوی کړو.

د ایټالیا د پراختیایې ادارې رئیس وویل زه به هم د افغانستان د مالیې وزارت د همکار په توګه له دې هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړم. نوموړي د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس مهم یاد کړ او ویې ویل چې ایټالیا هڅه کوي څو خپلې زیاتې مرستې د افغانستان د ملي بودیجې له لارې مصرف کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ایټالیا لپاره د خصوصي سکټور وده، د کرنې سکټور، د ښځو پیاوړتیا او سېمه ایزه نښلونه زیات ارزښت لري.

د مالیې وزارت سرپرست نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ایټالیا هیواد له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان حکومت په ځانګړي توګه د مالیې وزارت له ایټالیا سره د همکاریو د اوږدېدو غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه، موږ هیله مند یو چې ستاسو له راتګ سره به د دواړو هیوادونو اړیکې لا له وړاندي پراخی شي. د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې موږ هم د خصوصي سکټور او کرنې سکټور د پیاوړي کولو او ودې او همدا رنګه د سیمه ایز اتصال او له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل پروګرامونه لرو او زه د مالیې وزارت د تصدۍ مسؤل په توګه د مالیې وزارت په هیڅ اداره کې فساد د منلو وړ نه بولم او له فساد سره به زموږ مبارزه دوام ولري.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، د ملي بودیجې د سند له لارې د ایټالیا د مرستو تنظیم او د جینوا په کنفرانس کې د دې هیواد د مالي ژمنو نوي کول د افغانستان لپاره یو ښه خبر وباله او هرکلی یې وکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS