د مالیې وزارت سرپرست د اسلام کلا ګمرک کې د زیانمنو موټرو له څښتنانو سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني، د افغانستان اسلامي جمهوریت د لومړي معاونیت د هدایت پر بنسټ نن د اسلام کلا ګمرک کې د زیانمنو موټرو له څښتنانو سره د مالیې په وزارت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د مالیې وزارت سرپرست، د اسلام کلا ګمرک کې د زیانمنو موټرو څښتنانو ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه له نږدې واورېدل او ژمنه یې ورسره وکړه، چې ستونزې به یې د افغانستان اسلامي جمهوریت له لومړي معاونیت سره شریکې کړي.