د مالیې وزارت د (۱۴۰۱) کال د لاسته راوړنو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس د رسنیو په مرکز کي ترسره سو

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۶:۵۹
خبر

د مالیې وزارت د (۱۴۰۱) کال د لاسته راوړنو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس د دغه وزارت د لوړ پوړو مسؤلینو او استازو په ویناوو د حکومت د رسنیو په مرکز کي ترسره سو.
په دغه کنفرانس کي د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود، د عوایدو عمومي ریاست عملیاتی مرستیال معراج محمد معراج او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل ګډون کړی و.
لومړی د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند احمد ولي حقمل د هيواد د رسنیو استازو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: مالیې وزارت له ټولو اقتصادي او سیاسي ستونزو او پر افغانستان د نړیوالي ټولني له ظالمانه بندیزونو سره - سره بیا هم وکولای سول، چي یوازي د هیواد له کورنیو عوایدو څخه ملي بودیجه چمتو او شته ګواښونه تر ډېره بریده حل کړي او هغه کسر، چي د (۱۴۰۱) کال په بودیجه کي موجود و، د غیر ضروري لګښتونو د مخنیوي په سپما کي بشپړ کړي.
وروسته بیا د ګمرکونو لوی رئیس عبدالمتین سعید وویل: دا چي په (۱۴۰۱) مالي کال کي د ګمرکونو عواید خورا ښه او په راڼه ډول راټول سوي وه او موږ وتوانېدو، چي له ټاکل سوي هدف څخه زیات عواید را ټول کړو. همدا راز په تېر کال کي موږ وکولای سول، چي د هيواد له ګمرکونو څخه (۱۱۱.۵) یوسل او یولس عشاریه پنځه میلیارډه افغانۍ عواید راټول کړو، په داسي حال کي، چي په همدې کال کي را کړل سوی هدف (۱۰۵) یو سل او پنځه میلیارډه افغانۍ و او دا په ګمرکونو کي د شفافیت څرګندویي کوي.
همدارنګه مو وکولای سول، چي په تېر کال کي (۱۸۹) زره صادراتي محمولي او (۵۳) زره محمولي ټرانزیټ ولرو، چي د تېر په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي، په دې توګه (۱۵) میلیارډه افغانۍ د صادراتو له لاري او (۲) میلیارډه افغانۍ د ټرانزیټ له لاري ترلاسه سوي دي.
ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست عملیاتی مرستیال معراج محمد معراج وویل: د مالیې وزارت د عوایدو ریاست د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو د راټولولو، د ملي عوایدو د پالیسيو د پلي کولو ، تحلیل او ارزونه، مالیه ورکوونکو مؤسسو او ادارو ته د تخنیکي اسانتیاوو رامنځته کولو او قانون په چوکاټ کي د مالیاتو د راټولولو دنده پر غاړه لري. همدارنګه د عوایدو لوی ریاست، عواید د تېر کال (۱۴۰۰) په پرتله ۱۴ سلنه زیات سوي دي.

خبر

د کنفرانس په پای کي د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رئیس نصرت الله محمود وویل: چي د (۱۴۰۱) مالي کال لپاره په ټولیز ډول (۲۳۹) ميليارډه افغانۍ په پام کې نیول سوي وې، چې له دې جملې څخه (۲۱۰.۵) ميليارډه افغانۍ عادي بودیجه او (۲۸.۵) ميليارډه ئې پراختیايي بودیجه وه. د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست په (۱۴۰۱) مالي کال کي(۱۸۴.۵) ميليارډه افغانۍ پر لګښتونو او (۱۰.۷) افغانۍ ئې په پراختیايي بودیجه کي لګولي دي، چي د (۴۳.۷) ميليارډه افغانۍ له کسر څخه پکې مخنیوی سوی دئ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS