د مالیې وزارت د یو شمېر ریاستونو لپاره نوي رئیسان معرفي سول!
د مالیې وزارت د رهبرۍ د اړین لزوم دید پر بنسټ؛ په چارو کي د لا ښه والي او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، د دغه وزارت د یو شمېر ریاستونو لپاره نوي رئیسان معرفي سول.
مفتي عبدالغفار سلیم د عوایدو لوی ریاست د تحقیق، پلان او نظارت د رئیس په توګه، مولوي عبدالمجید نجیب الله د عوایدو لوی ریاست د ولایتي عوایدو د پراختیا او همغږۍ د رئیس په توګه او عمران احمد فرهان د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د رئیس په توګه، معرفي سول او پر خپلو دندو ئې پیل وکړ.
د مالیې وزارت په ادارو کي د رهبرۍ د لزوم دید پر بنسټ تغییر او تبدیل یو اصل دئ، چي موخه ئې د مسؤلینو ترمنځ د تجربو شریکول دي.
