د مالیې وزارت د قراردادي بستونو ازموینه واخیستل سوه
د مالیې وزارت هڅه کوي، تر څو د بشري سرچینو په برخه کي وړ او مسلکي کسان د ازادي سیالۍ له لاري پر دندو وګماري. پر همدې بنسټ تېره ورځ د مالیې وزارت اړوند د عوایدو لوي ریاست له لوري او د ازمویني ملي ادارې په ملتیا د (۱۰۵۸) قراردادي بستونو ازموینه په کابل او د هيواد په ۷ زونونو کي د واخیستل سوه.
د ازمویني په دغه پروسه کي د عوایدو لوي رئیس معراج محمد معراج، د ازمویني ملي ادارې مرستیال، مسؤلینو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی وو.
د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج ګډونوالو ته په خپلو خبرو کي وویل: د مالیې وزارت د روڼتیا اصل ته په ژمنتیا تل هڅه کوي، چي کار اهل کار ته وسپاري او له بېلابیلو ګټورو لارو څخه په ګټي اخیستني سره، وړ، متعهد، رښتیني او مسلکي کسان په خپلو اړوندو ادارو کي په دندو وګماري، تر څو یوه مسلکي او تخصصي اداره رامنځ ته سي.

دغه ازموینه کې د پلازمېني کابل او (۷) زونونو په شمول ۷۸۳۸ کسانو ګډون کړی وو، چي له ازمویني وروسته به بریالي کسان اړونده ادارو ته ور معرفي او په دندو وګمارل سي.
د یادوني وړ ده، چي دغه ازموینه د ناظرینو په حضور کي په شفاف ډول واخیستل سوه، چي ګډون وال ئې هم له شفاف بهیر څخه خوښ او راضي ول.
