د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۸) شکایتونو ته رسېدنه کړې

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۴
.........

د وري ۲۲مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د (۱۴۰۴) کال حوت (کب) میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کي (۲۰) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي.
له دې جملې (۱۳) شکایتونه د وټس اپ له لاري، (۵) شکایتونه په حضوري بڼه، (۱) شکایت د برېښنالیک او (۱) د ټلیفون له لاري له دغه آمریت سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري ئې (۱۸) شکایتونو ته رسېدنه سوې او (۲)  شکایتونو لا اجراء پاتي دي.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړي توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک:  Officialcomplaints@mof.gov.af

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پروسږ کال په څلورمه ربعه کې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د (۱۴۰۴) هـ.ل کال په څلورمه ربعه کې څه باندې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې ډېری معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر پرېکړو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۰
Background image

د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه (۷۰) تنه قوماندانان فارغ شول

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ماليې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه د مرکزي او ولايتي امنيتي مفروزو او ګرځنده څارنې (۷۰) تنه قوماندانان له (۱۰) ورځني روزنيز. . .

BACK TO NEWS