د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۸) شکایتونو ته رسېدنه کړې
د وري ۲۲مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د (۱۴۰۴) کال حوت (کب) میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کي (۲۰) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي.
له دې جملې (۱۳) شکایتونه د وټس اپ له لاري، (۵) شکایتونه په حضوري بڼه، (۱) شکایت د برېښنالیک او (۱) د ټلیفون له لاري له دغه آمریت سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري ئې (۱۸) شکایتونو ته رسېدنه سوې او (۲) شکایتونو لا اجراء پاتي دي.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړي توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک: Officialcomplaints@mof.gov.af
