د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ څو ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۴۲
............


د غبرګولي لومړۍ ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد د یوه پلاوي په مشرۍ میدان وردګو، بامیان، غزني، زابل، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ.
د سفر په جریان کي یاد پلاوي له واليانو او د امربالمعروف او نهي عن المنکر له رئیسانو، مستوفیانو او د ابونصر فراهي او هلمند د ګمرک له رئیسانو سره په جلا توګه وکتل.
د دې لیدني موخه د مالیې وزارت کارکوونکو ته د ورسپارل سویو مسئولیتونو سم ترسره کولو، د کار وخت په پام کي نیول، په چارو کي بشپړ اخلاص، له مراجعینو سره ښه چلند او په ټوله کي د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د اوامرو پلي کولو په اړه اړیني سپارښتني شریکول دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست هڅه کوي؛ ترڅو د مالیې وزارت کارکوونکي خپل سیرت او صورت د شریعت مطابق برابر او له مراجعینو سره ښه چلند وکړي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو روزنیز پروګرام جوړ سو

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د ننګرهار ولایت صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو په اړه روزنیز پروګرام د یاد ولایت  مستوفیت د غونډو په تالار کي جوړ سو.. . .

BACK TO NEWS