د مالیې وزارت د حکم پر بنسټ یو شمېر ولایتونو ته نوي مستوفیان ور وپېژندل سول

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۲:۱۲
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ځانگړي حکم پر بنسټ او کار اهل د کار ته دسپارلو، له مسلکي کادرونو څخه په بېلابېلو موقفونو کي اغېزمني ګټني اخیستلو په توګه د ماليې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شېر محمد مشفق له خوا د بلخ، پروان، پکتيا، غزني، لغمان او ننگرهار ولایتونو لپاره نوي مستوفيان د دغه ولایتونو والیانو او اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل سول.
د پېژندغونډو پر مهال د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي مولوي شېر محمد مشفق، ګډونوالو ته یادونه وکړه، چي ولایتونو ته مستوفيان د مالیې وزارت د حکم او لزوم دید پر بنسټ ټاکل کېږي، تغییر او تبدیل هغه اصل دی چي تجربې سره شریکېږي او نوښتونه رامنځته کېږي. نوموړي، د یادو ولایتونو له مخکنیو مستوفیانو څخه مننه وکړه، چي په خپلو کاري مودو کي ئې غوره خدمات وړاندي کړي او د ملي عوایدو په را ټولو کي ئې چټګ ګامونه پورته کړي دي. همدا راز نوموړي، نویو مستوفیانو ته په ور سپارل سویو چارو کي د لا بریا او ښو خدمتونو وړاندي کولو غوښتنه وکړه.

خبر

د يادونې وړ ده، چي ښاغلی مفتي کفایت الله د غزني ولایت، ښاغلی منصورالحق ذاکر د بلخ ولايت، ښاغلی مولوي عبدالوهاب د پروان ولايت، ښاغلی ضياء الحق عثمان د پکتيا ولايت، ښاغلی مولوي محمد فاروق انصاري د لغمان ولايت او ښاغلی عصمت الله سليمي د ننگرهار ولايت د مستوفيانو په توګه معرفي سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS