د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!
د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول.
یاد هنګرونه، چي په معیاري ډول جوړ سوي دي، هر یو هنګر ئې په یوه وخت کي د شاوخوا (۸۰۰۰) میټریک ټنه توکو د ځایولو ظرفیت لري. د دې هنګرونو په جوړېدو سره، د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کي سوداګرو ته ګڼي اسانتیاوي رامنځته سوې.
د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل سوی او چارې ئې هم د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړي سوې.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د هیواد د ګمرکونو عصري کولو ته ژمن دئ او په دې برخه کي ئې پخوا هم بېلابېلي پراختیایي پروژې پلي کړي او ځیني ئې د پلي کېدو په حال کي دي.
