د ماليې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د هرات ولایت له سوداګرو سره وکتل

د مالیې وزارت الحاج ملا هدایت الله بدري د هیواد د ګمرکونو او مستوفیتونو د کاري وضعیت د ارزوني او له نږدې د سوداګرو، مراجعینو او کار کوونکو د ستونزو اورېدو په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
د لیدني په پيل کي د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس محمد یونس قاضی زاده د مالیې وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ مننه وکړه چي د ولايتي چارو څخه د نږدې کتنه کوي، همدا رنګه غوښتنه يې ورڅخه وکړه چي سټنډرډ هنګرونه او د باروړونکو وسایطو لپاره په اسلام قلعه ګمرک کي په بېلابېل ډول دي پارکینګ جوړ سي او د اسنادو د طی مراحل د چټکتیا لپاره دي څه نور سهولتونه هم ايجاد سي. همدارنګه وروسته بیا سوداگرو، پانګوالو او د بېلابېلو اتحادیو رئیسانو هم د دغي موضوع په اړه خبري اتري وکړې.
د مالیې وزیر د ټولو مسؤلینو او سوداګرو وړاندیزونه واورېدل او ډاډ ئې ورکړ، چي یادي ستونزي به د وس تر بریده حلوي.

د یادوني وړده، چي تر دې وړاندي د مالیې وزير د چارو د څارني دپاره وخت په وخت نورو ولايتونو ته هم سفرونه کړي او د سوداګرو ستونزي ئې اورېدلي او مسؤلینو ته یې د حل سپارښتني کړي دي.