د ماليې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د هرات ولایت له سوداګرو سره وکتل 

admin_mof
Mon, May 09 2022 5:00 PM
خبر

د مالیې وزارت  الحاج ملا هدایت الله بدري د هیواد د ګمرکونو او مستوفیتونو د کاري وضعیت د ارزوني او له نږدې د سوداګرو، مراجعینو  او کار کوونکو د ستونزو اورېدو په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ. 

د لیدني په پيل کي د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس محمد یونس قاضی ‌زاده د مالیې وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ مننه وکړه چي د ولايتي چارو څخه د نږدې کتنه کوي، همدا رنګه غوښتنه يې ورڅخه وکړه چي سټنډرډ هنګرونه او د باروړونکو وسایطو لپاره په اسلام قلعه ګمرک کي په بېلابېل ډول دي پارکینګ جوړ سي او د اسنادو د طی مراحل د چټکتیا لپاره دي څه نور سهولتونه هم ايجاد سي. همدارنګه وروسته بیا سوداگرو، پانګوالو او د بېلابېلو اتحادیو رئیسانو هم د دغي موضوع په اړه خبري اتري وکړې.

د مالیې وزیر د ټولو مسؤلینو او سوداګرو وړاندیزونه واورېدل او ډاډ ئې ورکړ، چي یادي ستونزي به د وس تر بریده حلوي. 

خبر

د یادوني وړده، چي تر دې وړاندي د مالیې وزير د چارو د څارني دپاره وخت په وخت نورو ولايتونو ته هم سفرونه کړي او د سوداګرو ستونزي ئې اورېدلي او مسؤلینو ته یې د حل سپارښتني کړي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS