د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې خبرتيا

admin_mof
اطلاعیه

گرانو هېوادوالو! اوس د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه (TIN) په آنلاين ډول په څلرويشتو کاري ساعتونو کې تر لاسه کولی شئ.

په آنلاين ډول د پېژندنې گڼې د تر لاسه کولو له پاره لومړی د عوايدو لوی رياست وېبپاڼې ته په ورتللو سره د "برېښنايي خدمتونه" کټگورۍ کې "د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه" برخې په کېکاږلو سره غوښتنليک تر ښکته کولو او ډکولو وروسته د هؤيتپاڼې/ تذکرې له کاپۍ سره يو ځای tin.ard@mof.gov.af برېښليک ته واستوئ.

بهرني وگړي دې د پاسپورټ کاپي او سوداگريز سازمانونه دې د مالياتي تصفيې کاپي له غوښتنليک سره يو ځای ورکړل شوي برېښليک ته واستوي او که مخکې مو د پېژندنې گڼه تر لاسه کړې وي او معلومات مو بدلول غواړئ، د پېژندنې گڼه مو په غوښتنليک کې وليکئ.

د پېژندنې گڼې بيا چاپ او صدور وړيا دي او د پيسو د غوښتنې پر مهال د عوايدو لوی رياست د اړيکتيايي مرکز له (۱۰۰۰) شمېرې سره اړيکه ټينگه کړئ.

د پېژندنې گڼې غوښتنليک (په پښتو ژبه) له لاندېني لېنک څخه تر لاسه کولی شئ:

https://ard.gov.af/.../%D8%AF-%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%D9...

وروستي اعلانونه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۰:۴۱
Background image

د سوداګریزو شرکتونو لپاره اړینه خبرتیا

روانه اوونۍ هم د اندخوی، سپین بولدک، تورغونډۍ، حیرتان او ابونصر فراهي ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بندېږي

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۱۵
Background image

شکایتونو ته د رسېدو په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا

د فساد، کم کارۍ او د مالیې وزارت د مسؤلینو او کارکوونکو له نا وړه چلند څخه د شکایتونو اورېدو په موخه د (دفتر عمومي ریاست تر تشکیلاتي چتر لاندي)

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

روانه اوونۍ د حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر، خوست، پکتیا، آقینې او کندز ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندیږي

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو د یوزرونو بندیدو په لړۍ کې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ چې د غویې/ثور میاشتې ۱۶ مه نېټه کیږي،

Back to announcements