د لوېدیځ زون مستوفیتونو د عوایدو څانګي کارکوونکو ته انلاین روزنیز پروګرام جوړ سو!
د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د عوایدو لوی ریاست په همکارۍ د لوېدیځ زون (هرات، نیمروز، بادغیس، فراه او غور) مستوفیتونو د عوایدو څانګي (۴۰) تنو کارکوونکو ته (پر عایداتو د مالیاتو قانون او د عوایدو طرزالعملونو) په تړاو انلاین روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په همدې مناسبت د عوایدو معینیت د کنفرانسونو د تالار په جوړه سوې ناسته کي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق، د بشري سرچينو رئيس مولوي احمدشاه شاکر او یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي د مالیې وزارت رهبري تر خپل لاس لاندي د هري څانګي د کارکوونکو ظرفیت لوړوني ته ژمن دئ؛ ترڅو هغوی د خپل ظرفیت لوړولو او مسلکي پوهي لپاره زده کړي وکړي، په همدې اساس د بشري سرچینو ریاست له پیل څخه له کوم ځنډ پرته انلاین روزنیز پروګرامونه روان ساتلي. د خزاینو لوی ریاست او نورو اړوندو ادارو له لوري هم پلاوي بېلابېلو ولایتونو ته د ستونزو او وړاندیزونو اورېدو او حلولو په موخه سفرونه کړي دي. نوموړي همدا راز له زده کوونکو وغوښتل، چي دغه موضوع جدي ونيسي او له شته امکاناتو او فرصتونو څخه په استفادې دي خپل مهارتونه او مسلکي پوهي ته وده ورکړي او هغه څه چي زده کوي په عمل کي ئې پلي کړي.
د عوايدو لوی رئيس الحاج شېر محمد مشفق هم په خپلو خبرو کي وويل، کارونه هغه څوک په سمه توګه ترسره کوي، چي کارونه سم زده کړي او د عمل په ساحه کي ئې پلي کړي، چي دغه چاره په کارونو کي د شفافیت، دقت او چټکتیا لامل کېږي. کورسونه او روزنیز پروګرامونه هم په همدې موخه جوړ سوي دي، نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چي د خپلو وړتیاوو او مسلکي پوهي د پراختیا تر څنګ دي د اسلامي امارت د استازو په توګه له مراجعینو سره غوره چلند او اخلاق هم په پام کي ونیسي.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به یوه اوونۍ دوام وکړي، چي په هغه کي به ګډونوالو ته (پر عایداتو د مالیاتو قانون، د عوایدو طرزالعملونه، سیګتاس سیسټم) او نور اړوند اړین موضوعات تشرېح او تدریس سي.
