د غضنفر ګروپ شرکت د مزارشریف ګازي برېښنا په پروژه ۸۹ میلیون ډالره پانګونه کوي

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۱۲:۲۸
خبر

د غضنفر ګروپ شرکت د غبرګولې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د (IFC) له نړیوالې مالي مؤسسې سره، چې د نړیوال بانک له زېر مجموعې څخه ده د ۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت پور اخیستو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د پور اخیستنې هوکړه لیک لاسلیکولو موخه د خپلواکې انرژۍ (IPP) پروژې په بڼه د مزارشریف په ګازي برېښنا د ۸۹ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونه ده. له دې ډلې پاتي ۲۹ میلیونه امریکایي ډالره به له شریکانو سره په ګډه د غضنفر ګروپ ورکوي. یاده پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لاري پلي کېږي او مالیه وزارت یې د تضمین کوونکي رول په غاړه لري.

د یادې پروژې ټولیزه وړتیا ۵۹ میګاواټه ده، چې په هیواد کې د ۳۰ سلنه برېښنا تولید زیاتېدو سبب ګرځي او تولید شوې انرژي به په بلخ، کابل او ننګرهار ولایتونو کې ووېشل شي.

په دې مراسمو کې چې په همدې موخه د مالیې په وزارت کې ترسره شول، د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي هنري کرالي، او د غضنفر ګروپ شرکت رئیس ښاغلي محمد اسماعیل غضنفر ګډون درلود.

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، وویل:" خصوصي سکټور د افغانستان زېربنایي او اقتصادي پروګرامونو په بیا رغونه او پیاوړتیا کې ارزښتناک رول لوبولی او د حکومت اساسي لومړیتوب د دغه سکټور پیاوړي کول دي. نوموړي زیاته کړه، خوښ یم چې نن ورځ خصوصي سکټور په هیواد کې د انرژۍ په یوه اړینه پروژه پانګونه کوي".

د غضنفر ګروپ شرکت رئیس ښاغلي محمد اسماعیل غضنفر، وویل: موږ دې پروژې ته د سوداګریزې پروژې په سترګه نه ګورو بلکه دا د افغانستان د بیا رغونې او د خلکو د سوکالۍ په برخه کې ستر ګام دی.

د نړیوال بانک رئیس ښاغلي هنري کرالي، وویل:" خوښ یو چې د افغانستان خصوصي سکټور یوه واحد ته پور ورکوو، څو په دې اړینه پروژه پانګونه وکړي. هغه وویل، چې هیله لرو څو نور خصوصي شرکتونه هم له غضنفر ګروپ څخه الهام واخلي او په دې برخه کې پانګونه وکړي."

د یادونې وړده، چې د تخنیکي قرارداد له مخې به تولید شوې برېښنا د افغانستان برېښنا په شرکت پلورل کېږي او نوموړی شرکت به یې خلکو ته ور وېشې.

خبر

ټاکل شوې ده، چې یاده پروژه د ۲۰۲۲ کال په منځنیو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

///

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه

د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

BACK TO NEWS