د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ غړو د افغانستان د اصنافو خوني له استازو سره وکتل

د عوایدو لوی ریاست کفيل او عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج، د دغه ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالولي نوري او د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي نداء محمد صديقي او نورو مسؤلینو د اصنافو خوني له استازو او د L.P.G گاز او تیلو ټانکونو له استازو سره د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وکتل.
په دې ناسته کي د افغانستان په کچه د L.P.G گازو او تېلو ټانکونو کړنلاري پر مسودې بحث وسو او دواړو لورو خپل نظرونه او وړانديزونه سره شریک کړل او د یوې دوه اړخیزي هوکړي په رامنځته کېدو سره د نفتي توکو او ګازو په واریدېدو او د نرخ پر کنټرول نظرونه شریک او د اصنافو په ستونزو هم خبري وسوې.