د عالم شاه ابراهیمي ژوند لیک

عالم شاه ابراهیمي د مالیې وزارت د اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوي او له رسمیاتو ورسته په افغان امریکایي پوهنتون کې د استاد ( adjunct professor )  په توګه تدریس کوي، نوموړي په افغان امریکا یي پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې بشپړې کړي او د لسانس  لوړې زده کړې یې د پاکستان په پیښور پوهنتون کې پای ته رسولي.

ښاغلي ابراهیمي د ACCA تصدیق شوي انجمن له لوري د CAT ټول پروګرامونه په بریالیتوب سره بشپړکړي، نوموړی په ۱۳۹۵ کال کې د نوښت ګر سوداګر او غوره ټولنیز کار موندونکي په توګه د فرید مقصودي  جایزه وګټله، دغه جایزه د افغانستان امریکایي پوهنتون له خوا ورکول کیږي.

ښاغلي ابراهمي  په ۱۳۸۷ کال کې خپل کاري سفر په پژواک خبري اژانس کې چې یوه کورنۍ رسنۍ ده د مالي افسر په توګه پیل کړ او د شپږو میاشتو په اوږدو کې یې د مالي مسؤل بست ته ارتقاع وکړه، په ۱۳۸۹ کال کې د ادارې د عمومي ریاست موقف تر لاسه کړ، چې د دغې ادارې ټولې مالي او اداري چارې یې په غاړه واخیستې. په پژواک خبري اژانس کې له درې کاله دندې  وروسته نوموړی د فلګ په نړیوال شرکت کې د مالي مسؤل په توګه وټاکل شو او په دغه اداره کې یې د وړیا مرستو او مالي چارو د تنظیم مسؤلیت پر غاړه واخیست.

وروسته تردې ښاغلی ابراهیمي د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د محاسبې د متخصص په توګه خدمت ته دوام ورکړ. څه موده ورسته یې د یاد پوهنتون مالي مرستیالۍ ته ارتقا وکړه او د پنځو کلونو لپاره یې دغه دنده پرمخ یوړه.

ښاغلی ابراهیمي په ۱۳۹۵ کال کې د مالیې وزارت د مالي او حسابي رئیس په توګه وټاکل شو، د بودیجې د اجرا په ښه والي او په کاري چارو کې د اسانتیا راوستلو په برخه کې یې کار وکړ، چې د مالیې وزارت د پراختیا یی بودیجې د زیات لګښت لامل شو، همدارنګه د مالیې زارت د مالي او اداري عمومي ریاست د سرپرست په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.

په ۱۳۹۷ کال کې د مالیې وزارت د خزائینو د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو، چې  د بودیجې د اجرا  په ښه والي او د چارو په اسانتیا او ساده والي کې یې اغیزمن کار وکړ. دغه چارې د ټولو بودیجوي واحدونو د پراختیایي بودیجې د ۹۲٪ سلنه لګښت لامل شوې او د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۷ کال کې څه باندې ۹۰٪ سلنه پراختیا یي بویجه ولګول شوه، تر دې وروسته نوموړی په ۱۳۹۸ کال کې د اریانا افغان هوایی شرکت د عمومي رئیس په توګه  وګمارل شو، چې په سختو کرونایي شرایطو کې یې په کمو امکاناتو د دغې ادارې د مالي حسابونو د ګټې را پور وړاندې کړ او په وروستیو کې یې د پلټنې په عالي اداره کې د مالي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .