د راتلونکي مالي کال په ملي بودیجه کې د لوګر ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته وشوه

admin_mof
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۵:۱۱
خبر

د ۱۴۰۰مالي کال په ملي بودیجه کې د لوګر ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته نن د وږې میاشتې په ۱۳ مه نېټه په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس، د لوګر والي، د ولایتي شورا، علماوو شورا او مدني ټولنو استازو او د لوګر ولایت عامو خلکو ګډون کړې وو.

د لوګر والي ښاغلي محمد اجمل شاپور وویل:" موږ له مالیې وزارت څخه د بودیجې جوړونې په پروسه کې د خلکو دخیلولو په برخه کې مننه کوو، دا یو ښه نوښت او غوره پیل دی چې له دي لارې خلک خپلې اړتیاوې او پراختیایې لومړیتوبه له حکومت شره شریکوي او حکومت هم مالي امکاناتو او د ټاکل شوې بودیجې ته پام سره یې په نظر کې نیسي."

نوموړي زیانه چې لوګر ولایت د کرنې او طبیعې سرچینو په برخه کې زیاته بودیجه جذبولی شي او له مالیې وزارت څخه یې غوښتنه وکړه چې د راتلوونکې مالي کال په بودیجه کې یادو برخو ته پاملرنه وکړي.

د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس ښاغلي سید نصیر احمد په دې اړه وویل:" د راتلوونکي مالي کال په بودیجه کې د لویو پروژو تر څنګ د لوګرولایت لپاره ۷۵.۳ میلیونه افغانۍ د کوچنیو او ټولګټو پروژو لپاره په پام کې نیول شوي دي، هیله لرو چې د لوګر شریف خلک ټاکل شوې بودیجې ته په پام سره خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه له موږ سره شریک کړي څو وکولی شو دا اړتیاوې د راتلوونکې کال د ملي بودیجې په طرح کې شاملې کړو."

د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس زیاته کړه چې موږ د بودیجې په ټاکلو کې د وګړو شمېر او د بیوزلۍ کچې ته پام کو او له خلکو سره د مشورتي ناستو موخه داده چې دوی د بودیجې جوړونې په پروسه او د سیمه ایزې حکومتولۍ په پیاوړتیا کې سهیم کړو.

خبر

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت د تخنیکي ټیم له لوري په دې اړه ګډونوالو ته پریزنټیشن وړاندې شو او دوی ته یې لازم معلومات ورکړل. همداشان د لوګر ولایت د خلکو نظرونه، وړاندیزونه او اړتیاوې واوریدل شوې او پوښتنو ته یې د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس له لوري ځوابونه ورکړل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS