د دولتي شرکتونو لوی ریاست د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو هر اړخیز راپور د مالیې وزارت له مشرتابه سره شریک کړ
د دولتي شرکتونو د لوی ریاست رهبري پلاوي د مالیې له سرپرست وزیر سره په کتنه کي د دولتي شرکتونو د ټولیز وضعیت په اړه معلومات وړاندي کړل.
په دې کتنه کي د دولتي شرکتونو لوی ریاست رهبري د مالیې وزارت له رهبرۍ سره د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو د شریکولو ترڅنګ وویل، دولتي شرکتونه د هيواد په اقتصاد او ټولني ته د هوسایني په برابرولو کي مهم رول لوبوي او کولای سي، چي د هیواد ملي بودیجې سره د یوې نوي عوایدي سرچینې په توګه همکاري وکړي، دغه راز وویل سول، چي په افغانستان کي شاوخوا (٤٢) دولتي شرکتونه او يوه تصدي شتون لري، چي له دې جملې څخه (۳۲) دولتي شرکتونه د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو لوی ریاست تر مدیریت لاندي فعالیت کوي، چي (۱۲) شرکتونه د اسلامي امارت په راتګ سره بیا فعال سوي او د (۱۶) دولتي شرکتونو ارزښت (۴۲) میلیارډه افغانیو ته زیات سوی دئ.
د دولتي شرکتونو رهبري همدا راز زیاته کړه، چي په هېواد کي له وروستیو تحولاتو وروسته (۱۹۰۰۰) جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه او دولت ته سپارل سوې، چي اوس ډېری دولتي شرکتونه له زیان څخه د ګټي په لور خوځېدلي او دولت ته مالیه ورکوي. د دغو پرېکړو په عملي کېدو سره به د دولتي شرکتونو فعاليتونه پراختيا ومومي او د اصلاحي طرحو د تطبیق او د پانګوني د جلبولو له لاري به د خلکو لپاره کاري زمینه برابره سي.
په وروستیو کي د مالیې وزارت سرپرست د دولتي شرکتونو لوی ریاست د لاسته راوړنو، ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، له دې ادارې سره د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ او د شرکتونو د چارو د ښه والي او ملي بودیجې سره د عوایدو د یوې نوي سرچینې د مرستي او ځان بسیایني ته د رسېدو په موخه لازم هدایات ورکړل.
