د خزاینو لوی ریاست پلاوي د ولایتي ادارو د مالي چارو د ارزوني په دوام، یو شمېر نورو ولایتونو ته سفر وکړ
د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (افمیس) رئیس ستارالدین معتصم او د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده په مشرۍ د مالیې وزارت د خراینو لوی ریاست ( ۱۳) کسیز تخنیکي پلاوي، د خپلو ولایتي سفرونو په دوام؛ دا ځل، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او بادغیس ولایتونو ته سفر وکړ
یاد پلاوي، د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي، د بیروکراسۍ ختمولو، د مستوفیتونو او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کولو، په اداري کړنو کي د روڼتیا او ښه والي راوستلو، د اوږدو پروسو لنډولو، د دقیق او پر وخت حساب ورکولو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو له ولایتي مسئولینو سره لیدني وکړې.
دغه پلاوي د یادو ولایتونو د مستوفیتونو په ګډون، د ټولو ولایتي ادارو د مالي مسؤلینو سره د لګښتونو د اجراء په برخه کي د ستونزو د حل په موخه سلا مشوري وکړې؛ تر څو ولایتي ادارې وکولای سي، پر وخت او دقیقه توګه خپل لګښتونه اجراء کړي.
