د تورخم په ګمرک کي جعلي ګمرکي پاڼي او ټاپې ونیول سوې
د تورخم ګمرک د مسافرینو مدیریت کارکوونکو ۵۰۰ جعلي ګمرکي پاڼي، چي د صادراتي توکو لپاره جوړي سوي وې او درې جوړي سوي جعلي ګمرکي ټاپې کشف او ونیولې.
د پيښي په تور درې تنه نیول سوي او د نورو څېړنو لپاره اړوندو امنیتي ارګانونو ته ور پېژندل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي له دې وړاندي هم د تورخم ګمرک زړورو منسوبینو د بېلابیلو قاچاقي او ممنوعه توکو له وارداتو او صادراتو څخه مخنیوی کړی او عاملین ئې اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل سوي دي.
