د تخار مستوفیت یوتن کارکوونکی د بډې اخیستني په تور نیول سوی

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۱:۵۴
خبر

د مالیې وزارت ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې امنیتي مسؤلینو د تخار ولایت د مستوفیت یو تن کارکوونکی د بډې اخیستني په تور نیولی.

دغه کارکوونکی په داسي حال کې نیول سوی، چي د تخار مستوفیت له لوري ۴ دکانونه د مالیې نه ورکړي په تور مهرلاک او تړل سوي وو، د نوموړي له خوا د بډې اخیستو په بدل کي پرانیستل سوي وو او د فعالیت اجازه ورکړل سوې وه.

نیول سوی کارکوونکی د لا زیاتو پوښتنو او ګروېږنو په موخه امنیتي ځواکونو نیولی او عدلي او قضایي ارګانونه ته یې سپارلی دئ.

هېره دي نه وي، چې د بډې اخیستنې دغه ډول لومړی ځل دی چي د اسلامي امارت په واکمنۍ کي ترسره کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS