د افغانستان د گمرکونو په تاريخ کي تر ټولو لوړ گمرکي عوايد

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۳:۶
خبر

د افغانستان د گمرکونو په تاريخ کي په لومړي ځل د روان (۱۴۰۱ ) مالي کال په لومړيو ( ۱۱ ) مياشتو کي د هيواد له گمرکونو څخه (۱۰۰) ميليارده افغانۍ عوايد راټول سوي دئ. دا په داسي حال کي ده، چي د اسلامي امارت له حاکميت وړاندي  هيڅکله هم د هيواد د گمرکونو کلني عوايد له (۷۲) ميليارده افغانيو څخه لوړ سوي نه وه.

ددې سره سره چي د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري پر لومړنيو خوراکي توکو گمرکي محصول تر

( ۶۸ ) سلني پوري کم سوی؛ خو بيا هم د مالي کال د پای ته رسېدو څخه يوه مياشت وړاندي گمرکي عوايد (۱۰۰) ميليارده افغانيو ته رسېدلی دئ.

د گمرکونو په عوايدو کي دغه بې ساری لوړوالی د دې ښودنه کوي، چي په گمرکونو کي مسلکي او ژمن کادرونه گمارل سوي، فساد صفر سوی او په چارو کي پوره روڼتيا رامنځته سوې ده.

اوس مهال د هيواد ټول گمرکونه د سوداگريزو مالونو د چټک طی مراحلو په موخه (۲۴ ) او (۱۶) ساعته فعاليت کوي او تر څنگ ئې ټول هغه خنډونه، چي د سوداگرو پر وړاندي ئې ستونزې پيداکولې او يا ئې د فساد زمينه برابروله، له منځه تللي دي.

 ماليې وزارت په خاصه توگه د گمرکونو عمومي رياست د هيواد د گمرکونو عصري کولو او په ټولو گمرکونو کي سوداگرو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دئ؛ تر څو ملي گمرکي عوايد لا زيات سي او په پوره روڼتيا سره د دولت خزانې ته وسپارل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS