خبرتيا!

admin_mof
خبر

ټولو درنو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي، چي ستونزو ته د رسېدو او اصلاحي پروګرامونو په دوام، د ماليې وزارت د دفتر لوی رئيس په پام کي لري، چي په اوونۍ کي دوې ورځي هره ( يکشنبه او چهارشنبه د ماسپښين پر ۳بجو) له خلکو سره په مستقيم ډول وګوري او هغه ستونزي او ګواښونه چي د هيواد سوداګر، خصوصي متشبثين او عام وګړي ورسره مخ دي، د قانون په رڼا او د وظيفوي صلاحيتونو په چوکاټ کي ورته رسيدګي وکړي.

د دې پروګرام ځانګړې موخه د ماليې وزارت په کاري حوزه کي د خلکو عمومي ستونزو ته رسيدګي ده، نو پر هم دې اساس تاسي کولای سئ خپلي ستونزي، نيوکي او ګټور وړانديزونه په حضوري توګه د ماليې وزارت د دفتر له لوی رئيس سره په مخامخ ډول شريک کړئ او د حللارو، غوره چارو او خدمت وړاندي کولو لپاره د ماليې وزارت سره همکاره و اوسئ.

يادونه: په دغه پروګرام کي د نومليکني او ګډون په موخه، تاسي کولای سئ يوه ورځ مخکي تر ټاکلي نېټې، د دفتر عمومي رياست ته تشريف راوړئ.

وروستي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د ماليې وزارت د عوايدو لوی ریاست خبرتیا

ټولو ماليه ورکوونکو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چي په مالياتي ادارو کي د هر ډول ستونزو، شکايتونو، حل لارو، مشورو او

یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۱۵:۵۵
Background image

د سرې او بریښنا د تولید دولتي شرکت1401 مالی کال د سرې د پلور  خبرتیا

د مزارشریف د سرې او بریښنا د تولید دولتي شرکت هوډ لری چي په ټولیزه توګه (عمده) خپل د 1401 مالی کال متوقعه د  سرې تولیدات

شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۹ - ۲۰:۴۵
Background image

خبرتيا!

ټولو درنو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي، چي ستونزو ته د رسېدو او اصلاحي پروګرامونو په دوام، د ماليې وزارت د دفتر لوی رئيس

Back to announcements