د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال

ښاغلی محمد نذیر کبیري، اوس مهال د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت چارې مخته وړي. نوموړی د عامه پراختیا او پالیسۍ متخصص دی او په غیر دولتي سازمانونو او نړیوالو تمویلوونکو اژانسونو کې ۱۸ کاله کاري تجربه لري. هغه په وروستیو کې د بیروني انسټیټیوټ د اجرائیي رئیس دنده پر غاړه درلوده.

د بیروني انسټیټیوټ د عامه پالیسۍ په برخه کې د خپلواک فکر خونه ده او د افغانستان په اقتصادي او پراختیایي مسایلو تمرکز لري. تر دې وړاندې نوموړي د مالیې وزارت د اقتصادي پالیسۍ د ستر سلاکار په توګه ۶ کاله دنده ترسره کړې ده.

ښاغلی نذیر کبیري، د پالیسیو په پراخه سلسله کې چې د حکومت د اصلاحاتو اصلي اجنډا، عامه مالي مدیریت، د مرستو مؤثریت، بنسټیز کېدل او سیمه ییزه اقتصادي همکاري پکې شامله ده د مالیې وزیر ته سلا مشورې ورکړې دي.

همدا شان نوموړی، د مالیې وزارت، نړیوالو بنسټونو او تمویلوونکو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو په برخه کې کلیدي رول لوبولی. ښاغلي نذیر کبیري، له ۲۰۰۲ زېږدیز کال راپدېخوا په دولتي او غیر دولتي سازمانونو کې دنده ترسره کړې ده، چې له دې ډلې د بريتانیا نړیواله پراختیایي اداره (DFID) یادولی شو.

نوموړی؛ له جنوبي کوریا د مدیریت مدرک، د پراختیایي اقتصاد په برخه کې د کابل له پوهنتونه د ماسټرۍ مدرک او د امریکا متحده ایالتونو کې یې (فولبرایټ زده کړې کړي). هغه په رسنیو کې په ځلونو را څرګند شوی او د افغانستان د اقتصاد او سیمه ییزې همکارۍ موضوعاتو په اړه یې بحثونه کړي دي.

۰۲۰۲۹۲۴۰۰۹:د داړیکه شمېره

 ایمیل: nazir.kabiri@mof.gov.af

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .