د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیدو وروسته په ګمرکونو کي سوداګرو ته لاندي اسانتیاوي رامنځته سوي؛

admin_mof
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۳۲
خبر

1.دا چي په تېر نظام کي د اجناسو قیمتونه په سیستم کي غیر معیاري او لوړ ثبت سوي وو، د سوداګرو د غوښتني سره سم موږ د زرګونو اجناسو قیمتونه په سیستم کي اصلاح او را ټیټ کړل.

2.د سوداګرو د سهولت به موخه مو د هغو اجناسو لپاره چي سیستم کي ئې زرګونه کوډونه درلودل یواځي یو کوډ جوړ کړی دئ.

3.بهرني ترانزیټ کي د اسانتیا لپاره مو زماني معیاد زیاد کړی، چي پخوا تر ۵ ورځو پوري وو اوسمهال له ۸ څه تر ۱۰ ورځو ټاکل سوی.

4.ټولو ګمرکونو ته هدایت سوی، چي د اموالو په طی مراحلو کي تازه میوو او ترکاریو ته لومړیتوب ورکړي؛ څو له خرابیدو څخه یې مخنیوی وسي.

5.د سوداګریزو مالونو د چتک طی مراحلو لپاره د تورخم او سپین بولدک سرحدي ګمرکونه اوس مهال ۲۴ ساعته فعالیت کوي او نور اکثره ګمرکونه ۱۲ ساعته ګمرکي فعالیتونه تر سره کوي.

6.هغه ګمرکونه چي د کارکونکو له کمښت سره مخ وو، په تشکیل کي ورته کارکونکي زیات سوي او یا هم خدمتي کارکونکي ورته لیږل سوي دي، چي له دې سره په ګمرکونو کي طی مراحل چټک سوي دي.

7.ټولو سوداګریزو شرکتونو ته مو د اسیکوډا په سیستم کي یوزرونه جوړ کړی، چي وکولای سي د وخت له ضایع کېدو پرته له خپل کار ځای او یا هم له هیواد څخه بهر د خپلو مالونو اظهار پاڼه ډکه او طی مراحل کړي او په دې برخه کي دوی ته ټریننګ هم ورکړل سوی.

8.د هیواد په ټولو ګمرکونو کي مو انالوک او ډیجیټلي تلې نصب کړي؛ څو د سوداګریزو مالونو وزن په چټکۍ سره معلوم کړي.

9.د ګمرکونو لوی ریاست رهبري اړتیا ته په کتو سره ولایتونو ته رسمي سفرونه کړي؛ څو د سوداګرو ستونزي له نږدې واوري او د حل لپاره ئې اقدامات تر سره کړي.

10.د ګمرکونو لوی ریاست رهبري هره ورځ له کومو تشریفاتو پرته له سوداګرو او مراجعینو سره ګوري، د دوی ستونزي اوري او د حل لپاره ئې لازم اقدامات کوي.

11.هره میاشت د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کیږي، هغه ستونزي، چي په ګمرکونو کي شتون لري د حل لپاره ئې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکول کیږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

BACK TO NEWS