خزاینو لوی ریاست پلاوي د بغلان، کندوز او بدخشان ولایتونو د مستوفیتونو چاري و ارزولې

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۹:۴۷
خبر

د خزاینو لوی ریاست یوه (۱۲) کسیز تخنیکي پلاوي، چي مشري ئې د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (آفمیس) رئیس ستارالدین معتصم او د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده کوله، د بغلان، کندوز او بدخشان ولایتونو د مستوفیتونو د مالي آمریتونو او د ادارو د مالي مسؤلینو د چارو څخه له نږدې کتني او ارزوني وکړې او د کارکوونکو د روزني، د بې ځایه لګښتونو د کنټرول او بیروکراسۍ ختمولو، د مستوفیتونو او ولایتي اداراو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کولو، په اداري کړنو کي د روڼتیا او لا ښه والي رامنځته کولو، د اوږدو پروسو لنډولو، دقیق او پر خپل وخت د حساب ورکولو، د نوي نقدي او جنسي محاسبې د تعلیماتنامې اړوند نظریاتو راټولولو او داسي نورو اړینو مواردو په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د یادو ولایتونو له مستوفیانو، د مستوفیتونو د مالي آمریتونو له کارکوونکو او یو شمېر نورو ادارو له مالي مسؤلیونو سره وکتل او دوی ته ئې د سفر د موخو اړوند تفصيلي معلومات وړاندي کړل. همدا راز د مستوفیتونو د مالي آمرینو لخوا د مستوفیتونو د مالي چارو په تړاو د ټولو اوسنیو پروسو اړوند پرزينټېشن وړاندي سو، چي د تخنیکي همکارانو له لوري ئې ستونزي او نیمګړتیاوي په ګوته سوې.
یاد پلاوي د مستوفیتونو هره څانګه له نږدې ولیدله او مسؤلينو ته ئې لارښوونه وکړه. هغه ستونزي او نیمګړتیاوي، چي مالي آمریتونه ورسره مخ ول له نږدې حل کړې او ستر خنډونه ئې له ځان سره یاداښت کړل، چي د سفر له پای ته رسېدو وروسته به ئې له مقام سره شریک کړي.
وروسته بیا د یادو ولایتونو د واليانو په مشرۍ د ټولو اړوندو ولایتي ادارو له رئیسانو او خپلواکو ادارو د مالي آمرینو سره د همغږۍ د پیاوړتیا، په لګښتونو کي د سپما، د مالي چارو د پروسو د ښه کولو، د بې ځایه او غیر اړینو لګښتونو څخه د مخنیوي، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام د احکامو او فرامینو، د مالي چارو او عامه لګښتونو د اداره کولو قانون او د مالیې وزارت د لارښوونیز متحدالمالونو د پلي کولو په موخه ګډي ناستي هم ترسره سوې.
ورپسې بیا د محترم ستار الدین معتصم لخوا د سفر د موخو، د بیت المال د ساتني، د بیت المال څخه په روڼ ډول د لګښت څرنګوالی او په شفاف او دقیق ډول د عوایدو راټولولو په موخه د ولایتي ادارو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او ښه والي اړوند په تفصیلي توګه بحثونه ترسره او په ټوله کي د مالي نظام د پیاوړي کولو، د رهبرۍ د قوانینو او مقررو ښه پلي کولو او مالي لګښتونو کنټرولولو او پلي کولو په تړاو خبري وسوې.

خبر

د ولایتي ادارو د رئیسانو سره تر مجلس وروسته د یادو ادارو د مالي او اداري څانګو د آمرینو سره د پورته موخو د پلي کولو او په مالي پروسو کي د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه هم خبري وسوې او حل لاري ورته په ګوته سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۶:۱۱
Background image

د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي نوبتي ناسته وسوه!

د لړم ۷مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ او د دفتر لوی رئیس، د دعوت او ارشاد رئیس، د کارکوونکو چارو رئیس او د دعوت او ارشاد مدرس په ګډون د دغه وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۶:۵
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دیني درسونو پایلي اعلان سوې!

د لړم ۷ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دیني درسونو د ازمویني پایلي د یو لړ مراسمو په ترڅ کي اعلان کړې.
په دې مراسمو کي د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د. . .

BACK TO NEWS