تورخم او ننګرهار حصار شاهي ګمرکونو کي د ځینو ودانیو چاري پیلېږي
د تورخم او ننګرهار په حصار شاهي ګمرکونو کي د څه باندي (۱۱.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د ځینو ودانیزو پروژو د چارو پرانیستنه وسوه.
په دې پروژو کي د تورخم ګمرک د هنګرونو بیا رغونه، د حصار شاهي ګمرک د موټرونو د تم ځای لپاره د شل جریبه ځمکي هوارول، د اوبو لویي زېرمي جوړول او (۱۰) بابه تشنابونه او د اوداسه ځایونه شامل دي، چي په پلي کېدو سره به ئې سوداګرو او موټر چلوونکو ته اسانتیاوي رامنځته سي.
د یادو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي چاري به ئې د روان مالي کال تر پایه بشپړي سي.
