د خوست مستوفیت کارکوونکو ته ۲۳ورځنی روزنیز پروګرام پیل سو!

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د خوست ولایت د مستوفیت کارکوونکو ته د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندي (۲۳) ورځنی روزنیز پروګرام پیل سو.
د دغه پروګرام په لړ کي به ګډونوالو ته د مجربو ښوونکو له لوري مالیاتي قوانین، طرزالعملونه، د عوایدو ریاست د مسلکي بورډ د پرېکړو تشرېح او مالیاتي سیسټمونه په نظري او عملي بڼه تدریس سي.
په یاد پروګرام کي (۴۰) تنو ګډون کړی وو، چي په ترسراوي سره به ئې د خوست مستوفیت کارکوونکو وړتیاوي لوړي او کاري پروسو کي به د پام وړ روڼتيا او پرمختګونه رامنځته سي.