د ولایتونو د مستوفیت کارکوونکو له پاره د املاکو د مسلکي کولو روزنیز پروګرام جوړ سو!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۶:۳۹
..............

د زمري ۲۵ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ولایتونو (۴۰) تنو کارکوونکو ته د املاکو مسلکي کولو تر سرلیک لاندي د امارتي املاکو په تړاو روزنیز پرګرام جوړ کړ.
په همدې تړاو غونډه، چي د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کي جوړه سوې وه، د املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقادر حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د روزني او ظرفیت لوړولو آمر مفتي عبدالوهاب عابد او یو شمېر نورو مئسولینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د کارکوونکو چارو ریاست د روزني او ظرفیت لوړولو آمر وویل، چي هغه روزنه چي د کار په جریان او په عملي ډول ترسره کېږي د نظري روزني په پرتله ډېره اغېزمنه او ګټوره ده. د کارکوونکو چارو ریاست دا عملي پروګرام د تجربه لرونکو ښوونکو په مټ ستاسو له پاره جوړ کړی دئ؛ نو له دې فرصت څخه د خپلو مهارتونه لوړولو له پاره ګټه پورته کړئ او نظام او خلکو ته د غوره خدمت جوګه سئ.
د املاکو لوی رئیس په خپله وینا کي وویل، چي په اسلامي نظام کي مسئولیت د خدمت کولو له پاره یو ښه فرصت دئ. موږ کولای سو د مسئولیت حق په غوره توګه هله ادا کړو، چي موږ ئې په اړه بشپړه پوهه ولرو. د غوره خدمتونو وړاندي کولو له پاره وړتیا او لیاقت لازمي امر دئ؛ نو له هغو فرصتونو او اسانتیاوو څخه، چي تاسو ته چمتو سوي دي ګټه پورته کړئ او خلکو او نظام ته ګټه ورسوئ.
د دعوت او ارشاد رئیس وویل، چي دا پروګرام تاسو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو په موخه چمتو سوی دئ، د خپل ظرفیت او وړتیاوو د لوړولو سربېره هڅه وکړئ، چي خپلي دندي په اخلاص ترسره کړئ. ستاسو نیت باید د خدای رضا ترلاسه کول، د بیت المال ساتنه او د خلکو خدمت کول وي.
د یادوني وړ ده، چي دا پروګرام به (۱۰) ورځي دوام وکړي او ګډونوالو ته به پکښې د املاکو د طرزالعملونو، د ملکیتونو د ثبتولو لارښووني، شرطپاڼي، قراردادونو او حمایوي اسنادو، د ترمیماتولارښود، د املاکو ډېټابېس، پانګوني، رازدارۍ، د اسلامي نظام ساتنه، د بیت المال ساتنه، ښه چلند او نور مهم او اړوند موضوعات تشرېح سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS