د مالیې وزارت رهبرۍ "ملت ته د دولت حساب ورکړې" له اصل سره سم اړین فعالیتونه، اصلاحي اقدامات او له فساد سره مبارزه له رسنیو سره شریک کړل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۳:۴۶
خبر

د مالیې وزارت رهبرۍ ملت ته د دولت حساب ورکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له اصل سره سم اړین فعالیتونه، اصلاحي اقدامات او له فساد سره د مبارزې په اړه خپلې کړنې د کب میاشتې په لومړۍ نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې شریک کړل.

په دې کنفرانس کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي محمد عیسی قدرت او پالیسۍ مرستیالې اغلې ناهید سرابي د مالیې وزارت په استازیتوب رسنیو ته معلومات ورکړل.

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د مالیې وزارت تشکیل، صلاحیتونو او موخو بیانولو ترڅنګ وویل، چې د لومړي ځل لپاره مو د تېرو اتلسو کلونو په موده کې وکولی شول څو د پیسو له نړیوال صندوق سره شپږ پړاوه اصلاحات په بریالۍ توګه بشپړ کړو او له دې صندوق څخه د هڅونې په موخه ۴۴،۴ میلیونه امریکایي ډالره ترلاسه کړو.

د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل:" په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ملي بودیجې په سند کې د عوایدو راټولو لپاره ۱۸۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی وو، چې د همدې مالي کال تر پایه مو له ۲۰۹ میلیارده ډېر عواید راټول کړل، دغه راټولونه د ټاکل شوې هدف په پرتله ۲۱ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي. په داسي حال کې چې څلورکاله وړاندي زموږ د راټولو شویو عوایدو مجموعه ۹۹ میلیارده افغانۍ وه او اوسنی شمېر ۱۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي."

هغه زیاته کړه، چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې حکومت وکولی شول ۱۳۹ میلیارده افغانۍ چې ۹۴ سلنه د دولت پراختیایي بودیجه جوړوي، ولګوي. تېر کال حکومت توانېدلی وو، چې د ۱۲۷ میلیارده افغانیو په شاوخوا کې پراختیایي بودیجه ولګوي او اوسنی شمېر له ۱۲ میلیارده افغانیو زیاتوالې سره (۳ سلنه) زیاتوالی ښيي.

خبر

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:" همدا شان مالیې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې ټول ټال ۹۸،۳ سلنه پراختیایي بودیجه چې ۳،۵ میلیارده افغانۍ کېږي، د دې وزارت په ۲۲ پروژو ولګوي او دا د تېر کال په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي."

په دې کنفرانس کې ښاغلي محمد عیسی قدرت وویل:" مالیې وزارت د نورو اصلاحاتو تر څنګ وکولی شول د عوایدو او ګمرکونو په برخه کې د سیستمونو الکترونیک کول په سمه توګه پلي کړي تر څو وکولی شي د فساد مخه ونیسي او د مشتریانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه چې زموږ مالیه ورکوونکي اوس کولی شي په الکترونیکي ډول خپل اظهار لیکونه ډک کړي او د دوی لپاره په دې برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوي دي."

اغلی ناهید سرابي په دې خبري کنفرانس کې وویل :" د جینوا دوه اړخیز د حساب ورکولو چوګاټ د افغانستان او نړیوالو پراختیایې شریکانو  تر منځ دوه اړخیزې ژمنې ۲۴ شاخصونه لري. چې له دې ډلې څخه ۱۶ شاخصونه د افغانستان دولت مستقیم مسؤلیت او ۸ نور شاخصونه یې د نړیوالو پراختیایې شریکانو او دولت تر منځ ګډ دي او یا هم مستقیم مسؤلیت یې نړیوال پراختیایې شریکان پر غاړه لري." نوموړې وویل :"د افغانستان حکومت د دې شاخصونو په پلي کولو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي چې له ډلې څخه یې ۱۰ ژمنې سل سلنه پوره شوي دي او پاتې نورې ژمنې ۵۰ سلنه پرمختګ لري او یوه برخه ژمنې چې پرمختګ نلري او یا هیڅ پلي شوي نه دي زماني چوکاټ یې د ۲۰۲۰ کال تر پایه ده."

همداشان د مالیې وزارت رهبرۍ په یاد کنفرانس کې د ۱۳۹۹ کال د ملي بودیجې د ترتیب، د ګمارلو په برخه کې اصلاحات، تصدۍ. د تقاعدو خزینې، بیموي چارو، د ملي او پراختیایې چارو پروژې، د اقتصاد عالي شورا مهمې لاسته راوړنې او یو شمېر نور اړوندو مسایلو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

خبر

د یادونې وړ ده چې د جلالتماب ولسمشر له حکم او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون دویمې مادې له هدایت سره سم ملت ته د دولت له لوري د کره او دقیقو اطلاعاتو د وړاندې کولو په موخه چې ټولې دولتي ادارې پرې مکلفې دي، د مالیې وزارت رهبرۍ د دې وزارت مهم فعالیتونه د خبري کنفرانس له لارې له خلکو سره شریک کړل او د رسنیو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د چنګاښ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نویو کانسيپټ نوټونو د پېژندني په موخه ورکشاپ جوړ سو!


سه شنبه د چنګاښ ۱۰ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د (۱۴۰۵هـ.ل) کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نويو کانسيپټ نوټونو (لومړنیو طرحو) د پېژندني په موخه د عامه پانګوني پروسې ورکشاپ د پالیسۍ معینیت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د ملت سوداګریز مارکېټ رغنیزي چاري په چټکۍ رواني دي!


د چنګاښ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت اړوند د ملت په نوم سوداګریز مارکېټ، چي د کابل ښار په درېیمه ناحیه (میرویس میدان) سیمه کي موقعیت لري او تړون ئې د عامه او خصوصي مشارکت له لاري د مالیې. . .

BACK TO NEWS