د مالیې وزارت او د رحمت ۱۰۱ بستریز روغتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شو

ezat_admin
Mon, Aug 24 2026 3:08 PM
------

د وږې ۲مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس عبیدالله ابو احمد او د رحمت (۱۰۱) بستریز روغتون د مالي مسئول عبدالاحمد غزنوي له لوري، د اداري تخنیکي همکاریو ټینګولو، روغتیایي خدمتونو ته د کارکوونکو د ښه لاسرسي او د درماني او حمایتي پروګرامونو اجراءکولو د همغږۍ په موخه د مالیې وزارت او دغه روغتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د رحمت (۱۰۱) بستریز خصوصي روغتون د مالیې وزارت کارکوونکو او کورنیو ته یې په بېړنۍ، زړه، جراحۍ، اورتوپیدي او اعصابو، عمومي داخله او ماشومانو، ستونې او غوږونو، لپراسکوپي، ِام آر آی، سیټي سکن او ایکسرې برخو کې د مسلکي معیارونو مطابق تر (۳۰) سلنې تخفیف پورې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
د مالیې وزارت پر شرایطو برابر کارکوونکي به دغه روغتون ته ور معرفې او له خدمتونو څخه به یې برخمن کېږي.
د یادونې وړده، چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به د مالیې وزارت کارکوونکو او کورنیو ته یې معیاري روغتیایي، بېړني او چټک خدمتونه وړاندې او د بېماریو له کبله د غیابت او بهرنیو هیوادونو ته د ناروغانو د درملنې لپاره د وړلو مخنیوی کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS