د مالیې وزارت او جهان خصوصي پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک سو

syllab_admin
Sun, Mar 08 2026 2:17 PM
..............

د کب۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت او جهان خصوصي پوهنتون ترمنځ د علمي او تخصصي همکارۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک سو.
دا هوکړه لیک د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس مولوي عبیدالله ابو احمد او د جهان خصوصي پوهنتون د رئیس ډاکټر عبدالحکیم نوري له خوا د هیواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کي د مالیې وزارت د کارکونکو د تخصصي وړتیاوو لوړولو او اکاډمیکي پوهي او عملي اړتیاوو پوره کولو په موخه لاس لیک سو.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د هغو زده کونکو له پاره، چي د مالیې وزارت له لوري دغه پوهنتون ته د معالجوي طب، حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس، شرعیاتو، اقتصاد او معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخو کي د لیسانس او ماسټرۍ تر کچي ور معرفي کېږي، ځانګړي تخفیفونه په پام کي ونیول سي.
همدا شان به مالیې وزارت د جهان خصوصي پوهنتون له لوري ور پېژندل سویو محصلینو ته د عملي کارونو په ترسره کولو کي لازمه همکاري وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS