د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

ezat_admin
Wed, Aug 12 2026 11:21 AM
عواید

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل کال د چنګاښ په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وشوه. 
په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین د ګمرکونو مسئولینو ته د ښه خدمت کولو، پر خپل وخت سره د خلکو ستونزو ته د رسېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې. نوموړي مسئولینو ته د اړوندو چارو په ترسره کولو کې د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ او د ګمرکونو د مسئولینو ترمنځ پر لا ښې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.
ور پسې په (۱۴۰۵)هـ.ل کال د چنګاښ په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همداراز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات ورکړل شول. 
همدارنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS