د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه (۷۰) تنه قوماندانان فارغ شول

syllab_admin
Sat, Jun 27 2026 2:00 PM
..........

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ماليې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه د مرکزي او ولايتي امنيتي مفروزو او ګرځنده څارنې (۷۰) تنه قوماندانان له (۱۰) ورځني روزنيز سيمينار څخه فارغ شول.
په همدې تړاو جوړو شویو ځانګړو مراسمو کې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو معين الحاج مفتي عبدالمتين سعيد، د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې عمومي قوماندان حافظ مولوي محمد نور عبيد، د ښوونې او روزنې مدير مفتي عبدالرزاق عبيده او ګڼ شمېر نورو مسئولينو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو او عوايدو معين فارغ شويو قوماندانانو ته په خطاب کې وویل، چې کله تاسو خپلو مسئوليتونو ته ور وګرځئ تر خپلو لاس لاندې کسانو او چارو په برخه کې په حق پرېکړه کوئ، د حق پلویان اوسئ، له قوم پرستۍ، لسان پرستۍ څخه ځانونه وساتئ، په خپلو منځونو کې د اتحاد، اتفاق او د ورورولۍ فضا رامنځته کړئ، ځکه په اتحاد او اتفاق کې مو د وطن خير او ابادي ده.
ښاغلي سعيد زياته کړه، چې د يوه ښه مسئول صفات او نښې دادي، چې بايد امين وي له خيانت، فريب، چل او دوکې څخه لیرې وي، مسئول بايد د نفس تابع نه وي، مسئول بايد شجاع وي د ښې تجربې او زکاوت خاوند وي.
غونډه د تصديق پاڼو په وېشلو او د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده، چې د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعه د ماليې وزارت اړوند تاسيساتو او سوداګریزو توکو د ساتنې سربېره، د قاچاقي توکو، ملي عوایدو له تېښتې او ګمرکي سرغړونو څخه د مخنیوي مسئولیت په غاړه لري.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS