د نائب اباد په ګمرک کې د (۳۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سایوان جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

syllab_admin
Wed, Jun 24 2026 2:34 PM
.........

د چنګاښ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کې د (۳۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د سایوان جوړولو پروژې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه ستر سایوان په (۸۰۵۰) متره مربع ساحه کې جوړ شوی، چې (۳۵۰) متره اوږدوالی او (۲۳) متره پلنوالی لري، چې ورسره به د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په برخه کې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بوديجې څخه ورکړل شوی او چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړې شوې.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS