په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

syllab_admin
Thu, Jun 18 2026 1:09 PM
...........

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول شویو توکو کې (۴۴۳۳) کیلو ګرامه امونه، (۲۹۹۳) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۸۷۵) کیلو ګرامه وریجې، (۴۹۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۱۵۵۰) کیلو ګرامه پوډري صابون، (۹۲۲) کیلو ګرامه اورلګیت، (۷۱۲) کیلو ګرامه رخت باب، (۶۰۰) کیلو ګرامه د سینګار توکي، (۹۰ بستې او ۹۵۰) کیلو ګرامه ملایی، (۴۶۲) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۵۴۰) کیلو ګرامه پرزې، (۲۶۴) کیلو ګرامه نخي تار، (۱۴۴۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۵۷۶) کیلو ګرامه کچپ، (۳۶۰) کیلو ګرامه د چلم سکاره، (۳۰۰) کیلو ګرامه تمباکو، (۱۰۵) کیلو ګرامه نشه یې ګولۍ، (۲۹۶) کیلو ګرامه بوتلي کورت، (۱۰۰۰) متره ثانیه سوز، (۳۰۰) کیلو ګرامه دال، (۶۰۰) کیلو ګرامه د خیاطۍ ماشین تېل، (۱۲۵) کیلو ګرامه خام نخود، (۳۱۵) کیلو ګرامه خولۍ، (۱۳) کیلو ګرامه د دیګ مساله، (۱۲) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۱۵۴) کیلو ګرامه مکروني او (۸) کیلو ګرامه د رومیانو تخم شامل دي. 
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS