د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

syllab_admin
Mon, Jun 08 2026 10:27 AM
.............

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو په ګډون د ولایتي مستوفیتونو له مسئولینو سره د کاري ستونزو د حل او د چارو د لا ښه والي په موخه د ګمرکونو او عوایدو معینیت په تالار کې انلاین ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د عوایدو عملیاتي مرستیال د دغه ډول ناستو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یادې ناستې د یوه منظم مهالوېش له مخې د اداري چارو د غوره والې، همغږۍ او شته ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.
وروسته بیا د E-Filing سیسټم د اغېزمنې کارونې، غوره تطبیق او په سګتاس سیسټم کې د عمومي مدیرانو له پاره د صلاحیتونو د وېش په اړه معلومات وړاندې او همداراز د سوداګرو او خصوصي سکټور د ملاتړ او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د مشرتابه د پرېکړو د تطبیق پر لارو چارو رڼا واچول شوه.
د ناستې په لړ کې د مستوفیتونو د تحلیل خطر پلاوو د فعالیتونو راپور هم وړاندې او د اصنافو او سهم کرایې د مالیاتي باقیاتو په اړه یې تفصیلي معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.
د ناستې په پای کې د وروستۍ بررسۍ د بشپړو شویو دوسیو د تړلو، په ټایس سیسټم کي د قراردادونو د ثبت پر وړاندې د موجوده ستونزو، د بانکي حسابونو د تعلیق او يو شمېر نورو اړینو موضوعاتو باندې بحث وشو، چې وروسته بیا مستوفي صاحبانو خپل نظرونه، وړاندیزونه، کاري ستونزي او لازمې سپارښتنې هم شریکي کړې.
د یادونې وړ ده، چي د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو د کاري ستونزو او پرمختګونو د ارزونې په موخه په هرو پنځلسو ورځو کې له مستوفیتونو سره انلاین ناسته کوي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS