د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني متخصص

syllab_admin
Wed, Feb 04 2026 10:03 AM
...........

Publish Date

Closing Date

 

د دندي عنوان:     د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني متخصص

د کار ځای:           د ګمرکونو لوی ریاست / د تعرفې او بیي ایښودني ریاستونه.

د دندې هدف:      د مخابراتي، برېښنایي، لابراتواري او تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو په پېژندنه، ظرفیت او ارزښت ټاکنه کي تخنیکي مرسته کول.

دندې او مسئولیتونه:

  1. . د مخابراتي سیسټمونو اړوند وسایلو پېژندنه او کاروني سره بلدتیا؛
  2. . د برېښنایي ماشینونو او نورو تخنیکي وسایلو پېژندنه؛
  3. د لابراتواري او صنعتي ماشینونو او پرزو پېژندنه؛
  4. د تخنیکي فعالیتونو مفصل راپور جوړول او اړوند ریاست ته ئې وړاندي کول؛
  5. په کاري برخه کي د کارکوونکو لپاره تخنیکي روزنیز ورکشاپونه جوړول؛
  6. د نوي ټکنالوژۍ په اړه د ادارې رهبرۍ ته مشوره ورکول؛

تحصیلات او مهارتونه:

تحصیلي څانګه: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټر ساینس کي لیسانس او اړوندو برخو کي ماسټري ترجېح ورکول کېږي.

کاري تجربه: لږ تر لږه ۳ کاله د مخابراتو، برېښنایي سیسټمونو یا تخنیکي ماشین الاتو په برخه کي کاري تجربه ولري.

نور مهارتونه:

  1. په پښتو، دري او انګلېسي ژبو باندي بشپړ تسلط.
  2. د کمپیوټر اړوندو مهارتونږ زده کړه او برنامو کارول.

یادونه: علاقمندان کولای سي، چي خپلي خلص سوانح (سي وي) له (۳-۲-۲۰۲۶) نېټې څخه تر (۱۷-۲-۲۰۲۶) پوري د لاندي ایمېل ادرس له لاري له موږ سره شریکي کړي!

 

ایمیل ادرس:

 nta@mof.gov.af