د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني متخصص
Publish Date
Closing Date
د دندي عنوان: د ګمرکي تعرفې او بیي ایښودني متخصص
د کار ځای: د ګمرکونو لوی ریاست / د تعرفې او بیي ایښودني ریاستونه.
د دندې هدف: د مخابراتي، برېښنایي، لابراتواري او تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو په پېژندنه، ظرفیت او ارزښت ټاکنه کي تخنیکي مرسته کول.
دندې او مسئولیتونه:
- . د مخابراتي سیسټمونو اړوند وسایلو پېژندنه او کاروني سره بلدتیا؛
- . د برېښنایي ماشینونو او نورو تخنیکي وسایلو پېژندنه؛
- د لابراتواري او صنعتي ماشینونو او پرزو پېژندنه؛
- د تخنیکي فعالیتونو مفصل راپور جوړول او اړوند ریاست ته ئې وړاندي کول؛
- په کاري برخه کي د کارکوونکو لپاره تخنیکي روزنیز ورکشاپونه جوړول؛
- د نوي ټکنالوژۍ په اړه د ادارې رهبرۍ ته مشوره ورکول؛
تحصیلات او مهارتونه:
تحصیلي څانګه: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټر ساینس کي لیسانس او اړوندو برخو کي ماسټري ترجېح ورکول کېږي.
کاري تجربه: لږ تر لږه ۳ کاله د مخابراتو، برېښنایي سیسټمونو یا تخنیکي ماشین الاتو په برخه کي کاري تجربه ولري.
نور مهارتونه:
- په پښتو، دري او انګلېسي ژبو باندي بشپړ تسلط.
- د کمپیوټر اړوندو مهارتونږ زده کړه او برنامو کارول.
یادونه: علاقمندان کولای سي، چي خپلي خلص سوانح (سي وي) له (۳-۲-۲۰۲۶) نېټې څخه تر (۱۷-۲-۲۰۲۶) پوري د لاندي ایمېل ادرس له لاري له موږ سره شریکي کړي!
ایمیل ادرس:
nta@mof.gov.af
