د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي پنځمه ناسته وسوه!
د لړم ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د مالي چارو، ګمرکونو او عوایدو، اداري او پالیسۍ د معینانو او د اړوندو رئیسانو په ګډون د روان (۱۴۴۷هـ.ق) کال د رهبرۍ پلاوي پنځمه ناسته د دغه وزارت په مقام کي وسوه.
په دغه ناسته کي د مالیې وزارت د ستراتیژيک پلان پر جوړولو، د وظیفوي تداخل له منځه وړلو او د دندو لایحو اصلاح کولو، په ولایتي ګمرکونو کي د کارکوونکو او شرکتونو د استازو له پاره د پېژندني کارټ جوړولو، د ګمرکونو له پاره د واحد اداري کمپلېکس د ماسټر پلان ارزښت او د هغو تېلو او ګازو پلورونکو له پاره د مالیې د عادلانه نورم پر جوړولو، چي یوازي د بولۍ له لاري تېل او ګاز پلوري او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناستي د یاد وزارت د اړوندو څانګو تر منځ د غوره همغږۍ، ستونزو د حل، چارو ته د ښې رسېدني او لا پرمختګ په موخه ترسره کېږي.
