د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له روزنیز پروګرام څخه فارغ سویو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

syllab_admin
Tue, Oct 28 2025 10:18 AM
...........

 د لړم۱-  ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بندرونو د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو، چي د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له پروګرام څخه فارغ سوي ول د یو لړ مراسمو په ترڅ کي تصدیق پاڼي ووېشلې.
په دې مراسمو کي د کیفیت کنټرول رئیس قاري محمد ابراهیم خلیل، د روزني او ظرفیت لوړولو آمر مفتي عبدالوهاب عابد د دعوت او ارشاد ریاست استازي مولوي حیات الله ابو احمد او یو شمېر مسئولینو ګډون کړی وو.
د روزني او ظرفیت لوړولو آمر ګډونوالو ته د خپلي وینا په ترڅ کي وویل، چي تاسو په ولایتونو کي د مالیې وزارت استازي یاست. هڅه وکړئ هغه پوهه او مهارتونه، چي مو ترلاسه کړي خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندي کولو سره او د بې کیفیته توکو په مخنیوي کي ورڅخه ګټه واخلئ، ځکه بې کیفیته نفتي مواد چاپېریال زیانمنوي او هم د خلکو روغتیا ته زیان اړوي. 
د کیفیت کنټرول رئیس په خپله وینا کي وویل، تاسو د دې هیواد د شتنمۍ په توګه، د نفتي موادو او محصولاتو د کیفیت په ډاډمن کولو کي مهم رول لوبوئ. د محصولاتو او نفتی مواد له کیفیت څخه اطمینان تر لاسه کړئ او اجازه مه ورکوئ، چي د ټیټ کیفیت لرونکي نفتي توکو له واردولو سره د خلکو روغتیا او چاپېریال ته زیان واوړي، ځکه دا له انصافه لیري ده.
په پاي کي له روزنیز پرګرام څخه فارغ سویو ته تصدیق پاڼي ووېشل سوې او مراسم د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS