تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Tue, Sep 09 2025 2:57 PM
............


د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېري یوې اوونۍ کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۳۱۵۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۳۸۷۵) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۶۹) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۲۵۹۰) کیلو ګرامه مالګه، (۱۶۶۰) کیلو ګرامه پنیر، (۹۵۰۰) کیلو ګرامه د ویلډینک سیخ، (۱۸۵۰) کیلو ګرامه د خیاطۍ ماشین تېل، (۲۸۸) کیلو ګرامه چلم، (۱۰۰) کیلو ګرامه پلاسټیکي کڅوړي، (۲۴۶۴) کیلو ګرامه رُب، (۱۹۷۳) کیلو ګرامه ملایي، (۳۳۷) کیلو ګرامه د پلاسټیکي بوتلونو پوښ، (۴۹۴) کیلو ګرامه لواشک او (۴۶) عدده غالۍ شاملي دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS