د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ په ناسته کي پر مهمو موضوعاتو خبري وسوې!

org_admin
Mon, Sep 08 2025 9:57 AM
...........


د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ شپږمه ناسته د دغه معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي، چي د اړوندو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین خبري وکړې او وئې ویل، چي د مسئولینو د صادقانه هڅو په پایله کي ملي عواید ورځ تر بلي د ښه کېدو په حال کي دي او په چارو کي لازمه همغږي رامنځته سوې ده. همداشان نوموړي په ځینو برخو کي مسئولینو ته لازمي سپارښتني هم وکړې.
ورپسې د کارګو شرکتونو د بررسۍ او مالیاتو د ورکړي پر څرنګوالي، صنعتي فابریکو ته د دوه سلني انتفاعي مالیې د ورکړي او په ځینو ادارو کي د غیر مالیاتي عوایدو د سیسټمي کولو په اړه د ټاکل سویو پلاوو راپورونه وړاندي سول، چي په اړه ئې تر هر اړخیز بحث وروسته لازمي پرېکړي وسوې.
همدارنګه په دې ناسته کي د عالیقدر امیرالمؤمینین (حفظه الله تعالی) له حکم سره سم د جوازونو د ورکړي له پاره د ځانګړو تګلارو پر جوړېدو، په خپل وخت د کورنۍ پلټني د پلټنو د پایلو او سپارښتنو پر پلي کېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري او لازمي پرېکړي وسوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS