د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د ننګرهار محصولي او تورخم ګمرکونو ورځنۍ چاري و ارزولې!

org_admin
Mon, Aug 25 2025 3:05 PM
...........


د وږي ۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال مفتي ضیاءالرحمن فاروقي په مشرۍ تخنیکي پلاوي د ننګرهار محصولي او تورخم ګمرکونو، د روانو چارو تخنیکي څارنه او ارزونه وکړه؛ ترڅو شته ستونزي معلومي او د حل له پاره ئې اقدام وسي.
تللي پلاوي د ګمرکي طی مراحلو په برخه کي د ننګرهار محصولي او تورخم ګمرکونو د مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل او خپلي سپارښتني ئې هم له دوی سره شریکي کړې.
دغه شان نوموړي پلاوي، د مسئولو کارکوونکو ارزونه هم وکړه او دوی ته ئې په اړونده برخه کي عملي او نظري روزنه ورکړه.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست تردې وړاندي هم بېلابېلو ګمرکونو ته د ګمرکي چارو د څارني او ارزوني په تکل تخنیکي پلاوي استولي او دا لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS