د ولایتي ګمرکونو له مسئولینو سره مشورتي ناسته وسوه!

org_admin
Mon, Jul 28 2025 10:31 AM
............


د زمري۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ولایتي ګمرکونو له مسئولینو سره د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه مشورتي ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین په صادقانه ډول د چارو د تر سره کولو او د خپلمنځي همغږۍ په را منځته کېدو د ولایتي ګمرکونو له مسئولینو مننه وکړه. نوموړي د چارو د ښه والي په موخه د مسئولینو ترمنځ د مشورو، د سوداګرو او کارکوونکو د ستونزو اورېدو او پر خپل وخت سره د دوی ستونزو ته د رسېدني، په جدیت سره د احکامو او فرامینو د پلي کېدو، د ملي عوایدو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي او د خپلو کارکوونکو له چارو څخه د څارني په برخو کي د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ته سپارښتني وکړې.
ور پسې د تېر کال د مشورتي ناستي موضوعات و ارزول سول او همدارنګه د سوداګریزو توکو د چټکو طی مراحلو له پاره له اړوندو ادارو سره د لازمي همغږۍ په رامنځته کولو، په ګمرکونو کي سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو، په هیواد کي د سوداګرۍ پر لا ودي، د هیواد په ګمرکونو کي د پراختیایي پروژو پر پلي کېدو، له ګمرکي سرغړونو څخه پر مخنیوي، د کارکوونکو د وړتیا پر لوړولو او یو شمېرو نورو اړوندو موضوعاتو بحث او سلا مشورې وسوې او په تړاو ئې لازمي پرېکړي وسوې.
د یادولو وړ ده، چي په دې ناسته کي د ولایتي ګمرکونو ستونزي هم واورېدل سوې، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري د ژر حلولو ډاډ ورکړ سو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS